ګلبدین حکمتیار پاکستان ته تللی دی

4 میزان 1400 ساعت 7:55

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په یوه سفر د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته رسېدلی دی.


د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په یوه سفر د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته رسېدلی دی.

د جمهور آژانس آژانس د خبر له مخې نوموړی په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري، چې له خپل زوی حبیب الرحمن حکمتیار سره یو ځای د پاکستان د پارلمان له رییس اسد قیصر سره ولاړ دی.

د‌ هغه د سفر موخه ظاهرا له پاکستان سره پر دوه اړخیزو اړیکو او د افغان کډوالو پر ستونزو بحث ښودل شوی.

خو باخبره سرچينې وايي چې ښاغلی حکمتیار اصلآ له طالبانو سره په واک کې د خپلې برخې د غوښتلو په هدف پاکستاني چارواکو سره غږيږي.

خپله حزب اسلامي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142906

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142906/

جمهور
  https://www.jomhornews.com