۰

ګلبدین حکمتیار پاکستان ته تللی دی

یکشنبه ۴ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۵۵
د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په یوه سفر د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته رسېدلی دی.
ګلبدین حکمتیار پاکستان ته تللی دی
د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په یوه سفر د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته رسېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس آژانس د خبر له مخې نوموړی په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري، چې له خپل زوی حبیب الرحمن حکمتیار سره یو ځای د پاکستان د پارلمان له رییس اسد قیصر سره ولاړ دی.

د‌ هغه د سفر موخه ظاهرا له پاکستان سره پر دوه اړخیزو اړیکو او د افغان کډوالو پر ستونزو بحث ښودل شوی.

خو باخبره سرچينې وايي چې ښاغلی حکمتیار اصلآ له طالبانو سره په واک کې د خپلې برخې د غوښتلو په هدف پاکستاني چارواکو سره غږيږي.

خپله حزب اسلامي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي