۰

خصوصي شرکتونه: برخلیک مو معلوم او شته پورونه مو راکړی

دوشنبه ۵ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۶:۵۶
کابل کې د يو شمېر خصوصي شرکتونو مسوولینو له طالبانو غوښتي، چې د ملي انکشاف شرکت برخليک معلوم او ور باندې د دوی شته پورونه ادا کړي.
خصوصي شرکتونه: برخلیک مو معلوم او شته پورونه مو راکړی
کابل کې د يو شمېر خصوصي شرکتونو مسوولینو له طالبانو غوښتي، چې د ملي انکشاف شرکت برخليک معلوم او ور باندې د دوی شته پورونه ادا کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دوی پرون یکشنبې د تلې ۴ مه کابل کې د یوې اعتراضیه غونډې پر مهال پر امریکا هم غږ وکړ، چې د افغانستان کنګل کړې پاڼه خوشې کړي.

دوی وايي، امریکا دې د افغانستان۹,۵ ميليارده ډالره کنګل کړې پانګه بیرته افغانانو ته وسپاري، چې بحراني شوی اقتصادي وضعيت يې مهار شي.

د یادونې ده، ملي انکشاف شرکت د پرځول شوي ولسمشر اشرف غني له لوري د جمهوري ریاست په چوکاټ کې جوړ شوی و، چې د رغنيزو پروژو د عاجل تطبيق لپاره يې کار کاوه او لاسته راوړنې يې د پام وړ وې.

اوس د‌ دغه شرکت کارکوونکي رخصت او برخليک يې نامعلومه دی.

د طالبانو د مطبوعاتو دفتر یوه غړي بلال کريمي ويلي چې د هېواد د نورو اقتصادي ستونزو تر څنګ به دا ستونزه هم تعقيب او د حل لاره به ورته وموندل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي