۰

نړیوال روغتیايي سازمان افغانستان کې د پولیو واکسین ته چمتوالی ښودلی

دوشنبه ۵ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۰۸
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، چمتو دی، چې په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ واکسن سرتاسري کمپاین پیل کړي.
نړیوال روغتیايي سازمان افغانستان کې د پولیو واکسین ته چمتوالی ښودلی
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، چمتو دی، چې په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ واکسن سرتاسري کمپاین پیل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سازمان په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: د روغتیا نړیوال سازمان له خپلو همکارانو سره په افغانستان کې کور په کور د پولیو واکسین رسولو ته چمتو دی.

د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی دی چې دغه کمپاین باید ژر تر ژره پیل شي او دوام پیدا کړي.

سرچینې ویلي، سږ کال له دغه هېواد څخه یوازې د پولیو یوې پېښې ثبتېدو راپور ورکړل شوی دی، په داسې حال کې چې تیر کال په دغه هیواد کې د ماشومانو د فلج پېښې ۵۶ ته رسېدلې وې.

دغه سازمان ویلي چې په افغانستان کې د ګوزڼ پېښو پای ته رسېدو فوق العده فرصت رامنځته شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان پر داسې مهال په افغانستان کې د پولیو واکسین پر ژر تر ژره اجرا کېدو ټینګار کوي چې تر دې مخکې په دغه هیواد کې د جګړو او د وسله والو ډلو له لورې د واکسین د تطبیق ړ مخنیوي په وجه د واکسین بهیر ټکنی و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي