یو شمېر افغان مېرمنې د اروپا پارلمان له خوا د سخروف جایزې ته نوماندې شوې

6 میزان 1400 ساعت 8:59

د اروپا د پارلمان مرستیالې هایدي هاوتالا وايي، یو شمېر افغان مېرمنې رسماً د اروپا د پارلمان له خوا د سخروف جایزې لپاره کاندیدې شوې.


د اروپا د پارلمان مرستیالې هایدي هاوتالا وايي، یو شمېر افغان مېرمنې رسماً د اروپا د پارلمان له خوا د سخروف جایزې لپاره کاندیدې شوې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مېرمن هاوتالا ویلي، دا افغان مېرمنې په خپل هېواد کې د مبارزې، بشري حقونو او ډموکراسۍ د دفاع لپاره د سخروف جایزې لپاره کاندیدې شوې دي.

نوموړې زیاته کړې، د دغو ښځو مېړانه عالي ده، هغوی ځان له خطر سره مخ کړی، څو د هغه څه لپاره چې موږ ته ډالۍ شوې، مبارزه وکړي.

په دغه نومول شویو افغان مېرمنو کې شهرزاد اکبر، ظریفه غفاري، ماري اکرمي، پلوشه حسن، فرشته کریم، صحرا کریمي، میترا مهران، حوریه مصدق، سیما سمر، حبیبه سرابي او انیسه شهید شاملې دي.

دغه راز د افغان مېرمنو تر څنګ د روسیې د حکومت سرسخته منتقد الکسي ناوالني هم د دې جایزې رسمي نوماند اعلان شوی.

د یادونې ده، چې د سخروف جایزې ګټونکي به د اکتوبر په ۲۱مه یعنې په څه کم یوه میاشت کې اعلان شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 142997

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142997/

جمهور
  https://www.jomhornews.com