د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله هند او پاکستان ته ځي

6 میزان 1400 ساعت 9:58

ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله ونډي شرمن په درې ورځني سفر لومړی هند او بیا پاکستان ته ولاړه شي.


ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله ونډي شرمن په درې ورځني سفر لومړی هند او بیا پاکستان ته ولاړه شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي د مېرمن شرمن د سفر موخه به له هندي او پاکساني چارواکو سره د افغانستان پر وضعیت خبرې وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، میرمن شرمن به هند ته په سفر کې نوې ډهلي او مومبای ته ولاړه شي او د مدني ټولنو د مشرانو سره د کتلو تر څنګ به د متحده ایالاتو – هند د سوداګرۍ شورا په کلنۍ غونډې کې برخه واخلي چې سږکال ورته د هند د نظریو نوم ورکړل شوی او وینا به هم وکړي.

دغه راز به تر هند وروسته مېرمن شرمن پاکستان ته هم لاړه شي او له پاکستاني چارواکو سره به د افغانستان په اړه وغږېږي.

د یادونې ده، چې د مېرمن شرمن څخه وړاندې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې مشر ویلیم برنز هم پاکستان ته تللی و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 143006

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143006/

جمهور
  https://www.jomhornews.com