ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله ونډي شرمن په درې ورځني سفر لومړی هند او بیا پاکستان ته ولاړه شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي د مېرمن شرمن د سفر موخه به له هندي او پاکساني چارواکو سره د افغانستان پر وضعیت خبرې وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، میرمن شرمن به هند ته په سفر کې نوې ډهلي او مومبای ته ولاړه شي او د مدني ټولنو د مشرانو سره د کتلو تر څنګ به د متحده ایالاتو – هند د سوداګرۍ شورا په کلنۍ غونډې کې برخه واخلي چې سږکال ورته د هند د نظریو نوم ورکړل شوی او وینا به هم وکړي.
دغه راز به تر هند وروسته مېرمن شرمن پاکستان ته هم لاړه شي او له پاکستاني چارواکو سره به د افغانستان په اړه وغږېږي.
د یادونې ده، چې د مېرمن شرمن څخه وړاندې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې مشر ویلیم برنز هم پاکستان ته تللی و.
جمهورخبري آژانس:کابل