د بښنې نړیوال سازمان:

له پنځه میلیونه ډېرې افغان کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

7 میزان 1400 ساعت 9:08

د بښنې نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې له پنځه ملیونو څخه ډېر کورني بې ‌ځایه شوي خلک په سختو حالاتو کې دي او مرستې ته عاجله اړتیا لري.


د بښنې نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې له پنځه ملیونو څخه ډېر کورني بې ‌ځایه شوي خلک په سختو حالاتو کې دي او مرستې ته عاجله اړتیا لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سازمان پرون سه شنبې د تلې ۶ مه په ټویټر کې لیکلي، نړیواله ټولنه باید ډاډ ترلاسه کړي چې له افغانستان سره بشري مرستې پرته له ځنډه دوام پيدا کوي.

ملګرو ملتونو مخکې ویلي و چې په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۱ ملیونه کسان به په راتلونکو میاشتو کې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د راپورونو له مخې، افغانستان دا مهال له مخ په ډېرېدونکي اقتصادي بحران سره مخ دی، د خوراکي او سونګ توکو بیې په چټکۍ سره لوړې شوي او نغدې پيسې کمې شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 143046

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143046/

جمهور
  https://www.jomhornews.com