د بښنې نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې له پنځه ملیونو څخه ډېر کورني بې ځایه شوي خلک په سختو حالاتو کې دي او مرستې ته عاجله اړتیا لري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سازمان پرون سه شنبې د تلې ۶ مه په ټویټر کې لیکلي، نړیواله ټولنه باید ډاډ ترلاسه کړي چې له افغانستان سره بشري مرستې پرته له ځنډه دوام پيدا کوي.
ملګرو ملتونو مخکې ویلي و چې په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۱ ملیونه کسان به په راتلونکو میاشتو کې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا ولري.
د راپورونو له مخې، افغانستان دا مهال له مخ په ډېرېدونکي اقتصادي بحران سره مخ دی، د خوراکي او سونګ توکو بیې په چټکۍ سره لوړې شوي او نغدې پيسې کمې شوي.
جمهورخبري آژانس:کابل