په تېرو ۴۸ ساعتونو کې درې امریکايي سرتېرو ځان وژنه کړې

7 میزان 1400 ساعت 13:44

د امریکا د وسله والو ځاکونو اړوند ملټري ټایمز خپرونې ویلي، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې درې امریکايي سرتېرو ځان وژنه کړې ده.


د امریکا د وسله والو ځاکونو اړوند ملټري ټایمز خپرونې ویلي، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې درې امریکايي سرتېرو ځان وژنه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په راپور کې د امریکايي چارواکو له قوله ویل شوي، دغه سرتېرو په افغانستان کې دنده تر سره کړې او د نامعلومه دلایلو له امله یې خپل ځانونه ځړولي دي.

د سرچینې په وینا د وژل شویو کسانو عمرونه تر دېرشو کلونو کم وو.

د چارواکو په وینا، دوی تر اوسه پورې د یادو سرتېرو د ځان وژنې اصلي لاملونه نه دي پیدا کړي خو څېړنې یې روانې دي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم په امریکا او بریتانیا کې ورته ګڼې پېښې ثبت شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 143068

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143068/

جمهور
  https://www.jomhornews.com