د امریکا د وسله والو ځاکونو اړوند ملټري ټایمز خپرونې ویلي، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې درې امریکايي سرتېرو ځان وژنه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په راپور کې د امریکايي چارواکو له قوله ویل شوي، دغه سرتېرو په افغانستان کې دنده تر سره کړې او د نامعلومه دلایلو له امله یې خپل ځانونه ځړولي دي.
د سرچینې په وینا د وژل شویو کسانو عمرونه تر دېرشو کلونو کم وو.
د چارواکو په وینا، دوی تر اوسه پورې د یادو سرتېرو د ځان وژنې اصلي لاملونه نه دي پیدا کړي خو څېړنې یې روانې دي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم په امریکا او بریتانیا کې ورته ګڼې پېښې ثبت شوې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل