طالبانو له هنده غوښتي، افغانستان ته خپل سوداګریز پروازونه پیل کړي

7 میزان 1400 ساعت 14:32

هندي رسینو راپور ورکړی، چې د افغانستان نوي سرپرست حکومت له هنده غوښتي، چې افغانستان ته خپل تجارتي پروازونه بېرته پیل کړي.


هندي رسینو راپور ورکړی، چې د افغانستان نوي سرپرست حکومت له هنده غوښتي، چې افغانستان ته خپل تجارتي پروازونه بېرته پیل کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې هندي رسنیو ویلي، طالبانو دغه غوښتنه په یوه لیک کې له هندي چارواکو کړې ده.

سرچینه وايي، د افغانستان هوايي چلند ادارې د هند هوايي ادارې مشر ته یوه مکتوب لېږلی او په هغه کې د پروازونو د بېرته پیل غوښتنه شوې ده.

په ورته وخت هندي چارواکو منلې چې د افغانستان له ‌خوا ورته مکتوب رسېدلی او په دې اړه به پرېکړه وکړي.

په استول شوي مکتوب کې راغلي، چې د کابل هوایي دګر د قطر په تخنیکي مرسته بيرته فعاله شوی دی.

د یادونې ده، چې کابل ته د طالبانو په راتګ سره د هند په ګډون ټولو هېوادونو خپل تجارتي پروازونه له افغانستان سره بند کړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 143074

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143074/

جمهور
  https://www.jomhornews.com