۰

طالبانو له هنده غوښتي، افغانستان ته خپل سوداګریز پروازونه پیل کړي

چهارشنبه ۷ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۳۲
هندي رسینو راپور ورکړی، چې د افغانستان نوي سرپرست حکومت له هنده غوښتي، چې افغانستان ته خپل تجارتي پروازونه بېرته پیل کړي.
طالبانو له هنده غوښتي، افغانستان ته خپل سوداګریز پروازونه پیل کړي
هندي رسینو راپور ورکړی، چې د افغانستان نوي سرپرست حکومت له هنده غوښتي، چې افغانستان ته خپل تجارتي پروازونه بېرته پیل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هندي رسنیو ویلي، طالبانو دغه غوښتنه په یوه لیک کې له هندي چارواکو کړې ده.

سرچینه وايي، د افغانستان هوايي چلند ادارې د هند هوايي ادارې مشر ته یوه مکتوب لېږلی او په هغه کې د پروازونو د بېرته پیل غوښتنه شوې ده.

په ورته وخت هندي چارواکو منلې چې د افغانستان له ‌خوا ورته مکتوب رسېدلی او په دې اړه به پرېکړه وکړي.

په استول شوي مکتوب کې راغلي، چې د کابل هوایي دګر د قطر په تخنیکي مرسته بيرته فعاله شوی دی.

د یادونې ده، چې کابل ته د طالبانو په راتګ سره د هند په ګډون ټولو هېوادونو خپل تجارتي پروازونه له افغانستان سره بند کړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي