ملا محمد حسن اخند:

هېچا ته اجازه نشته چې د خلکو کورونو او شرکتونو ته داخل شي

8 میزان 1400 ساعت 9:21

د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزار  په حکم هېچا ته اجازه نشته چې د کابل ښار او مربوطاتو کې د خلکو کورونو او شرکتونو ته داخل شي.


د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزار  په حکم هېچا ته اجازه نشته چې د کابل ښار او مربوطاتو کې د خلکو کورونو او شرکتونو ته داخل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملا محمد حسن اخند دغه حکم د افغانستان د اسلامي امارت د فرهنګي کمېسیون د غړي مولوي احمدالله وثیق په ټوېټر پاڼه خپور شوی دی.

په دغه حکم کې راغلي، هیڅ چاته اجازه نشته چې د کابل ښار او مربوطاتو کې د نقلیه وسائطو او وسائلو د پلټني په بهانه کورنو او شرکتونو ته داخل شي او له هغه ځایه وسائط او یا وسائل له ځان سره انتقال کړي.

د افغانستان اسلامي امارت دغه اقدام پر داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې ځینې داسې راپورونه خپاره شوي، چې ګڼې ځینې خپلسري کسان د د نقلیه وسائطو او وسائلو د پلټني په بهانه کورنو او شرکتونو ته داخلېږي او پلټنې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 143098

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143098/

جمهور
  https://www.jomhornews.com