۰

یونیسف له افغانستان سره د ۳۲ ټنه روغتیايي توکو مرسته وکړه

پنجشنبه ۸ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۲۴
 د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یا یونیسف وايي، له افغانستان سره یې د روغتیا په برخه کې د ۳۲ ټنه روغتیايي موادو مرسته کړې ده.
 د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یا یونیسف وايي، له افغانستان سره یې د روغتیا په برخه کې د ۳۲ ټنه روغتیايي موادو مرسته کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د بخر له مخې افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولی یا یوناما د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه توکو لېږدونکي الوتکه پرون چهارشنبې د تلې ۷ مه کابل ته رسېدلې ده.

خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه الوتکه د اروپا د مدني ساتنې د هوايي پل له لارې افغانستان ته رسېدلې ده، چې په کې ۳۲ ټنه اړین روغتیايي توکي، د خولې منځلو مالګې، انتي بیوتیکونه او د جراحۍ توکي شامل دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې له خوا د افغانستان سره دا مرسته پر داسې مهال کېږي، چې هېواد کې خلک د روغتیایي خدماتو له کمبود سره مخ شي.
 
په افغانستان کې د یونیسف استازی هرو لودویک دی لیس وايي، دغه طبي توکي په بحراني حالت کې د افغانان ماشومانو او میندو لپاره چمتو کړی شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې د نورو خلکو تر څنګ میندې او ماشومان له زیاتو روغتیايي ستونزو او کم تغذیې سره مخ دي.

هرو لودویک دی لیس د د افغانستان له خلکو سره د اروپايي ټولنې له دغه مرستو د مننې تر څنګ د یادو مرستو د دوام غوښتنه کړې ده.

یوناما ډاډ ورکړی، چې په نېږدې راتلونکې کې به د دغه مرستو دویمه جوپه هم افغانستان ته ورسېږي.

یوناما دا مرستې پر داسې مهال کوی، چې ملګرو ملتونو څو ورځې وړاندې د افغانستان سره په روغتیايي برخه کې د ۴۵ میلیون ډالرو مرسته اعلان کړې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي