په افغانستان کې د نویو تحولاتو او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په لومړي ځل ترکمنستان د افغانستان او اسلامي امارت په اړه خپل دریځ څرګند کړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف په خپلو لومړنیو څرګندونو کې ویلي، چې هېواد یې له طالبانو سره له نېږدې همکارۍ ته چمتو دی.
که څه هم ښاغلي محمدوف د طالبانو د په رسمیت پېژندلو او نه پېژندلو په اړه څه نه دي ویلي، خو ټینګار یې کړي، چې عشق آباد به نېږدې د افغانستان له نوي دولت سره کار وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې هېواد یې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د نه مداخلې پر پالیسۍ ولاړ دی او همدا پالیسې مخکې وړي.
د ترکمنستان ولسمشر ویلي، دوی د افغانستان وضعیت څاري او تمه لري، چې په دغه هېواد کې قدرت د یوه پراخه ملي جوړجاړي او خبرو اترو پربنسټ په خوندي توګه تر سره شي.
د یادونې ده، چې عشق آباد څو میاشتې وړاندې د طالبانو کوربه و او په دې وروستیو کې یې کابل کې سفیر هم د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست سره لیدنه کړې او د ټاپي پروژې په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
ترکمنستاني چارواکي وايي، طالبانو د لویو اقتصادي پروژو په ځانګړې توګه د ټاپي پروژې د بشپړ امنیت او خوندیتوب ډاډ ورکړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل