کابل کې د موټرو او پیسو درې حرفوي غله ونیول شول

11 میزان 1400 ساعت 10:43

د کورنیو چارو وزارت وايي، د منسوبینو له لوري یې کابل ښار کې د پیسو او وسایطو درې تنه حرفوي غله نیول شوي دي.


د کورنیو چارو وزارت وايي، د منسوبینو له لوري یې کابل ښار کې د پیسو او وسایطو درې تنه حرفوي غله نیول شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نن یکشنبې د تلې ۱۱ مه د وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه غله نن د دویمې امنیتي حوزې اړوند د بهارستان له سیمې څخه نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه غلو غوښتل د یادې سیمې د یوه کس یو عراده موټر او یوه اندازه پیسې غلا کړي، چې هدف تته له رسېدو وړاندې لاس په لاس د حوزې د منسوبینو له خوا ونیول شول.

خبرپاڼه کې نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم کورنیو چارو وزارت نن د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د څلورو تنو غلو د نیولو خبر ورکړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 143197

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143197/

جمهور
  https://www.jomhornews.com