۰

کابل کې د موټرو او پیسو درې حرفوي غله ونیول شول

یکشنبه ۱۱ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۴۳
د کورنیو چارو وزارت وايي، د منسوبینو له لوري یې کابل ښار کې د پیسو او وسایطو درې تنه حرفوي غله نیول شوي دي.
کابل کې د موټرو او پیسو درې حرفوي غله ونیول شول
د کورنیو چارو وزارت وايي، د منسوبینو له لوري یې کابل ښار کې د پیسو او وسایطو درې تنه حرفوي غله نیول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نن یکشنبې د تلې ۱۱ مه د وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه غله نن د دویمې امنیتي حوزې اړوند د بهارستان له سیمې څخه نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه غلو غوښتل د یادې سیمې د یوه کس یو عراده موټر او یوه اندازه پیسې غلا کړي، چې هدف تته له رسېدو وړاندې لاس په لاس د حوزې د منسوبینو له خوا ونیول شول.

خبرپاڼه کې نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم کورنیو چارو وزارت نن د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د څلورو تنو غلو د نیولو خبر ورکړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي