په قطري الوتکه کې ۲۳۵ نور افغانان او بهرني اتباع ایستل شوي

12 میزان 1400 ساعت 6:52

قطري چارواکي وايي، د دوی د هوايي شرکت یوې الوتکې تازه له کابل څخه ۲۳۵ تنه افغانان او یو شمېر بهرني اتباع ایستلي دي.


قطري چارواکي وايي، د دوی د هوايي شرکت یوې الوتکې تازه له کابل څخه ۲۳۵ تنه افغانان او یو شمېر بهرني اتباع ایستلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې قطر چارواکي زیاتوي، چې دغه شمېر افغان او بهرني اتباع پرون یکشنبې د تلې ۱۱ مه له کابل هوايي ډګر څخه په قطري الوتکه کې لېږدول شوي دي.

قطري چارواکي وايي، دوی به د خپلو نړیوالو شریکانو په مرسته له افغانستانه د کسانو ایستلو ته دوام ورکړي او د دې ترڅنګ به افغانستان ته په بشري مرستو تمرکز وکړي.

دا د اګست له ۳۱ مې چې امریکايي پوځیان په بشپړ ډول له افغانستانه وتلي، د قطر د هوایي شرکت پنځمه الوتنه ده چې له کابله ملکي وګړي باسي.

له کابل څخه د قطر د هوايي شرکت په یوه الوتکه کې نن ۲۳۵ تنه وایستل شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 143218

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143218/

جمهور
  https://www.jomhornews.com