پخواني امریکايي سناتوره:

امریکا په افغانستان کې سترې تېروتنې وکړې، ځکه په نړیواله کچه ذلیله شوه

12 میزان 1400 ساعت 8:03

د امریکا د سنا مجلس یوې پخوانی دیموکراتې غړې تولسي ګوبارد ویلي، امریکا په افغانستان کې سترې تېروتنې وکړې نو ځکه په نړیواله کچه ذلیله شوه.


د امریکا د سنا مجلس یوې پخوانی دیموکراتې غړې تولسي ګوبارد ویلي، امریکا په افغانستان کې سترې تېروتنې وکړې نو ځکه په نړیواله کچه ذلیله شوه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پخوانۍ سناتورې ټینګار کړی، چې امریکا په افغانستان کې په خپل شل کلن ماموریت کې سترې تېروتنې وکړې.

نوموړې زیاته کړه، چې د واشنګټن همدا تېروتنې د دې لامل شوې، چې امریکا په نړیواله کچه ذلیله شي.

مېرمن ګوبارد وايي، د امریکا موخه له ترهګرۍ سره مبارزه وه، خو په افغانستان کې یې د خلکو په دود، ملیتي سیستم، حکومت جوړونه او نورو مواردو کې مداخله وکړه چې د جګړې د دوام سبب شوه.

دا زیاتوي، امریکا په وروستیو کلونو کې نه پوهېده چې په افغانستان کې یې د حضور اصلي هدف څه دی.

نوموړې وايي، ان د امریکا ولسمشران هم له خپل ماموریت ناخبره وو، خو یوازې د جګړې د دوام لپاره یې سرتېري لېږل.

دغې پخوانی امریکايي سناتورې د امریکايي پوځ پر مشرانو هم نیوکه کړې، چې یو ناکام ماموریت یې درلود او د امریکا د سپکېدو سبب شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 143224

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143224/

جمهور
  https://www.jomhornews.com