د امریکا د سنا مجلس یوې پخوانی دیموکراتې غړې تولسي ګوبارد ویلي، امریکا په افغانستان کې سترې تېروتنې وکړې نو ځکه په نړیواله کچه ذلیله شوه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پخوانۍ سناتورې ټینګار کړی، چې امریکا په افغانستان کې په خپل شل کلن ماموریت کې سترې تېروتنې وکړې.
نوموړې زیاته کړه، چې د واشنګټن همدا تېروتنې د دې لامل شوې، چې امریکا په نړیواله کچه ذلیله شي.
مېرمن ګوبارد وايي، د امریکا موخه له ترهګرۍ سره مبارزه وه، خو په افغانستان کې یې د خلکو په دود، ملیتي سیستم، حکومت جوړونه او نورو مواردو کې مداخله وکړه چې د جګړې د دوام سبب شوه.
دا زیاتوي، امریکا په وروستیو کلونو کې نه پوهېده چې په افغانستان کې یې د حضور اصلي هدف څه دی.
نوموړې وايي، ان د امریکا ولسمشران هم له خپل ماموریت ناخبره وو، خو یوازې د جګړې د دوام لپاره یې سرتېري لېږل.
دغې پخوانی امریکايي سناتورې د امریکايي پوځ پر مشرانو هم نیوکه کړې، چې یو ناکام ماموریت یې درلود او د امریکا د سپکېدو سبب شول.
جمهورخبري آژانس:کابل