۰
یونسیف:

افغانستان کې کابو ۲ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي

دوشنبه ۱۲ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۱۴
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا یونسیف په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ سره د مخ کېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
افغانستان کې کابو ۲ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا یونسیف په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ سره د مخ کېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې شاوخوا دوه میلیونه ماشومان په افغانستان کې له خوارځواکۍ سره مخ کېدلی شي.

دغه اداره وايي،همدا اوس نږدې یو نیم میلیون ماشومان له خوارځواکي او د خوړو له کمښت سره مخ دي.

یونسیف زیاته کړې، چې دوی په وروستیو اونیو کې څلوېښت زره ماشومانو ته خوراکي توکي رسولي خو لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري.

له دې سره جوخت په افغانستان کې روغتیايي مرکزونه وایي، د مالي امکاناتو د نه لرلو له امله د ماشومانو د خوارځواکۍ څانګې تړل شوې، خو د ناروغانو په کچه کې شل سلنه ډېروالی راغلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان هم په افغانستان کې پر روغتیایي وضعیت اندېښنه ښودلې او وايي، که په وخت رسیدګي ونه شي، نو روغتیايي وضعیت به نور هم خراب شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي