د افغانستان د اسلامي امارت چارواکو له ایراني پلاوي سره کتلي

13 میزان 1400 ساعت 13:41

د افغانستان او ایران لوړپوړو چارواکو پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ او ترانزیت پراخ بحثونه کړي دي.


د افغانستان او ایران لوړپوړو چارواکو پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ او ترانزیت پراخ بحثونه کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، د ایران د حکومت یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راغلی و او دلته یې د نوي حکومت له لوړپوړو چارواکو سره لیدلي دي.

په دې لیدنه کې د ایران او افغانستان ترمنځ په بندري سیمو کې پر اسانتیاوو، د سوداګرۍ پر پراختیا، د ستونزو پر له منځه وړلو او نورو مسایلو بحثونه شوي دي.

دواړو لورو ټینګار کړی دی چې د بېلو توکو د سوداګرۍ او ترانزیت لپاره به ټولې ستونزې او خنډونه لرې کېږي او با صلاحیته پلاوي به د اسانتیاوو د رامنځ ته کولو لپاره لاس په کار کېږي.

ایراني لوري د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې ژر به په لویه پیمانه سوداګریز توکي د افغانستان بازارونو ته صادر کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 143277

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143277/

جمهور
  https://www.jomhornews.com