۰

د فرانسې ولسمشر: د جي ۲۰ ډله باید طالبانو ته واضح پیغام ورکړي

سی شنبه ۱۳ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۱۱
د فرانسې ولسمشر امانول مکرون وايي، د نړۍ د شلو پیاوړو اقتصادي قوتونو یا جل شل ډلې په راتلونکې سرمشریزه کې باید په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ حکومت ته واضح پیغام ورکړل شي.
د فرانسې ولسمشر: د جي ۲۰ ډله باید طالبانو ته واضح پیغام ورکړي
د فرانسې ولسمشر امانول مکرون وايي، د نړۍ د شلو پیاوړو اقتصادي قوتونو یا جل شل ډلې په راتلونکې سرمشریزه کې باید په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ حکومت ته واضح پیغام ورکړل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مکرون ویلي، طالبانو ته باید دا واضح کړل شي، چې د نړیوالو له خوا یې د حکومت په رسمیت پېژندل شرطونه لري، چې دوی یې باید پوره کړي.

نوموړي د فرانس -انټر راډیو په مرکه کې زیاته کړې، په هغو شرطونو کې چې د طالبانو مخ ته ایښودل کېږي، باید د ښځو لپاره انډول حقونه یا مساوات، د بهرنیانو له خوا د بشري فعالیتونو ته اجازه ورکول او له اسلامپاله ترهګرو ډلو سره نه همکاري شامله وي.

دی وايي، نړیوال په رسمیت پېژندل باید بیه ولري او د افغان ښځو وقار او د ښځو او سړو ترمنځ مساوات باید یو له هغو ټکو وي چې موږ پرې ټینګار کوو.

مکرون زیاته کړې، چې دوی به د جي ۲۰ په سرمشریزه کې د افغانستان په اړه خبرې وکړي، خو په وینا یې اروپایان، امریکایان، چین، روسیه، د افریقا لوی قدرتونه، اسیا، پاسفیک او لاتینه امریکا ټول باید د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندلو لپاره شرطونه کېږدي.

نوموړی وايي، دغه شرطونه باید یوازې لویدیځ قدرتونه د طالبانو مخ ته کښینږدي بلکې دغه شرایط باید د سیمه ییزو قدرتونو لپاره هم د منلو وړ وي، هغه قدرتونه چې لازمه نه ده ارزښتونه یې په ټولو مسایلو کې د لویدیځ له ارزښتونو سره اړخ ولګوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي