۰

امریکا لا هم هڅه کوي د افغانستان د څارلو لپاره په سیمه کې اډه جوړه کړي

چهارشنبه ۱۴ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۴۲
پولټیکو امریکایي نشریې په یوه مطلب کې ویلي، امریکا لا هم د افغانستان د څارلو لپاره د ځای ځایګي پلټلو په لټه کې ده.
امریکا لا هم هڅه کوي د افغانستان د څارلو لپاره په سیمه کې اډه جوړه کړي
پولټیکو امریکایي نشریې په یوه مطلب کې ویلي، امریکا لا هم د افغانستان د څارلو لپاره د ځای ځایګي پلټلو په لټه کې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نشریې زیاته کړې، د امریکا دفاع وزیر لوید آشټن د سنا یوې سري جلسې ته د خبرو پر مهال ویلي، لا یې هم د افغانستان له څارلو لاس نه دی اخیستی.

د امریکا دفاع وزیر سناتورانو ته زیاته کړې، دوی اوس هم سخته هڅه کوي چې د ځان لپاره ځای ځایګی پيدا کړي.

د اشټن په خبره د دې احتمال شته چې د افغانستان د څارلو لپاره د مرکزي اسیا په هېوادونو کې یوه پوځي اډه جوړه کړل شي.

نوموړي زیته کړې، دوی تر ډېره غواړي په تاجکستان، ترکمنستان یا ازبکستان کې دغه اډه جوړه کړي.

د یادونې ده، تر دې وړاندې داسې راپورونه وو، چې امریکا ښایي په تاجکستان کې د روسیې له یوې نظامي اډې کار واخلي او اسټین د دې کار د ترسره کېدو احتمال هم نه دی رد کړی.

د امریکا دفاع وزیر امریکایي استازو ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان په اړه دې اندېښنه نه کوي، ځکه دوی هر څه له نږدې څاري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي