برېښنا شرکت د پوروړو چارواکو او سیاسیونو جایدادونه پلوري

14 میزان 1400 ساعت 13:48

د افغانستان برېښنا شرکت په پام کې لري، چې د برښنا صادرونکو هېوادونو د پور د پرېکولو لپاره د خپلو پوروړیو چارواکو او سیاسیونو جایدادونه خرڅ کړي.


د افغانستان برېښنا شرکت په پام کې لري، چې د برښنا صادرونکو هېوادونو د پور د پرېکولو لپاره د خپلو پوروړیو چارواکو او سیاسیونو جایدادونه خرڅ کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه شرکت سرپرست صفي الله احمدزی وایي، برېښنا شرکت دا مهال د برېښنا د صادرونو هېوادونو ۶۲ میلیون ډالره پوروړی دی.

نوموړي وايي، اوس د برېښنا صادرونکو هېوادونو سره د بېلونو په تړاو خبرې شوې او هغوی ورته ډاډ ورکړی دی چې حاضره به برښنا نه قطع کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې دوی به د پور د خلاصولو لپاره د خپلو پوروړو څخه د پیسو په راټولولو پیل وکړي.

احمدزي په دې اړه نور جزیات نه دی ورکړي، خو وايي، هڅه کوي د دغه پور د خلاصون لپاره د پوروړو چارواکو او سیاسیونو جایدادونه وپلوري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 143312

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143312/

جمهور
  https://www.jomhornews.com