واشنګټن پوسټ: اکثریت افغانان له امریکا کرکه لري

15 میزان 1400 ساعت 7:01

 واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یو راپور کې لیکلي چې اکثریت افغانان له امریکا څخه کرکه لري.


 واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یو راپور کې لیکلي چې اکثریت افغانان له امریکا څخه کرکه لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یادې ورځپاڼې خبریال وردګو ولایت ته تللی دی او په کلیوالي سیمو کې یې د امریکا په اړه د خلکو نظرونه پوښتلي دي.

په دغه راپور کې ویل شوي، ډېریو خلکو له امریکا څخه د کرکې خبره کړې ده او د خپلې کرکې لاملونه یې ورته ویلي دي.

د سرچینې په وینا ډېری کلیوال افغانان وايي امریکا پرته له جنایت، بربریت او وحشته بل هېڅ هم په میراث نه دي پرېښي.

هغوی ویلي هر کله چې به امریکایي ځواکونه د دوی سیمو ته ورتلل خلک به یې وژل، ځورول، کرلې ځمکې به یې ویجاړولې او کورونه به یې بمبارول.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د یوې غربي رسنۍ خبریال هلمند کې د خلکو نظرونه پوښتلي وو چې هغوی هم له امریکا څخه د خپلې کرکې اظهار ورته کړی و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 143324

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143324/

جمهور
  https://www.jomhornews.com