۰

واشنګټن پوسټ: اکثریت افغانان له امریکا کرکه لري

پنجشنبه ۱۵ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۰۱
 واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یو راپور کې لیکلي چې اکثریت افغانان له امریکا څخه کرکه لري.
واشنګټن پوسټ: اکثریت افغانان له امریکا کرکه لري
 واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یو راپور کې لیکلي چې اکثریت افغانان له امریکا څخه کرکه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یادې ورځپاڼې خبریال وردګو ولایت ته تللی دی او په کلیوالي سیمو کې یې د امریکا په اړه د خلکو نظرونه پوښتلي دي.

په دغه راپور کې ویل شوي، ډېریو خلکو له امریکا څخه د کرکې خبره کړې ده او د خپلې کرکې لاملونه یې ورته ویلي دي.

د سرچینې په وینا ډېری کلیوال افغانان وايي امریکا پرته له جنایت، بربریت او وحشته بل هېڅ هم په میراث نه دي پرېښي.

هغوی ویلي هر کله چې به امریکایي ځواکونه د دوی سیمو ته ورتلل خلک به یې وژل، ځورول، کرلې ځمکې به یې ویجاړولې او کورونه به یې بمبارول.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د یوې غربي رسنۍ خبریال هلمند کې د خلکو نظرونه پوښتلي وو چې هغوی هم له امریکا څخه د خپلې کرکې اظهار ورته کړی و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي