روسیه:

په سیمه کې د امریکا د نظامي اډو هڅې ناکامه شوې

15 میزان 1400 ساعت 8:27

د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال یوري کوکوف وايي، د افغانستان په ګاونډ کې د نظامي اډو لرلو لپاره د امریکا هڅې ناکامې شوې دي.


د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال یوري کوکوف وايي، د افغانستان په ګاونډ کې د نظامي اډو لرلو لپاره د امریکا هڅې ناکامې شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کوکوف په تازه څرګندونو کې ویلي امریکا ډېره لېواله وه چې د افغانستان په شاوخوا کې نظامي اډې ولري.

نوموړي زیاته کړې، تر دې دمه د امریکا دا هڅه ناکامه شوې چې د افغانستان د څارلو لپاره د دغه هېواد په شاوخوا کې نظامي اډه ولري.

دی زیاتوي، ښایي د سیمې هېوادونه امریکا ته د دې کار اجازه ور نه کړي.

په ورته وخت کې ازبکستان هم ویلي، دوی د خپلو قوانینو له مخې په خپل هېواد کې د بهرني هېواد نظامي تاسیساتو ته اجازه نه شي ورکولی.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا دفاع وزیر لوید اسټن څو ورځې وړاندې د امریکا د سنا مجلس پوځي کمېتې ته ویلي و امریکا هڅه کوي، چې د افغانستان د څارلو لپاره په سیمه کې یوه اډه ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 143331

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143331/

جمهور
  https://www.jomhornews.com