د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال یوري کوکوف وايي، د افغانستان په ګاونډ کې د نظامي اډو لرلو لپاره د امریکا هڅې ناکامې شوې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کوکوف په تازه څرګندونو کې ویلي امریکا ډېره لېواله وه چې د افغانستان په شاوخوا کې نظامي اډې ولري.
نوموړي زیاته کړې، تر دې دمه د امریکا دا هڅه ناکامه شوې چې د افغانستان د څارلو لپاره د دغه هېواد په شاوخوا کې نظامي اډه ولري.
دی زیاتوي، ښایي د سیمې هېوادونه امریکا ته د دې کار اجازه ور نه کړي.
په ورته وخت کې ازبکستان هم ویلي، دوی د خپلو قوانینو له مخې په خپل هېواد کې د بهرني هېواد نظامي تاسیساتو ته اجازه نه شي ورکولی.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا دفاع وزیر لوید اسټن څو ورځې وړاندې د امریکا د سنا مجلس پوځي کمېتې ته ویلي و امریکا هڅه کوي، چې د افغانستان د څارلو لپاره په سیمه کې یوه اډه ولري.
جمهورخبري آژانس:کابل