۰

امریکايي پلاوی له طالبانو سره ګوري خو خلیلزاد په کې شته

شنبی ۱۷ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۱
ټاکل شوې یو لوړ پوړی امریکايي پلاوی د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د پلاوی سره وګوري، خو په دغه کتنه کې به د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نه وي.
امریکايي پلاوی له طالبانو سره ګوري خو خلیلزاد په کې شته
ټاکل شوې یو لوړ پوړی امریکايي پلاوی د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د پلاوی سره وګوري، خو په دغه کتنه کې به د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نه وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره دوه لوړ پوړو امریکايي چارواکو رویټرز خبري آژانس ته کړې او ښايي دا لیدنه نن شنبې د تلې ۱۷ مه وشي.

دغه چارواکو ویلي امریکايي پلاوی به شنبې او یکشنبې په دوحه کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو او قدرت ته د ط­البانو تر رسېدو وروسته په لومړي ځل له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.

خو د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې له طالبانو سره یې په څو کلونو کې څو پړاوه خبرې وکړې او له ملابرادر سره یې د سولې تړون لاسلیک کړ، په دغه پلاوي کې غړیتوب نه لري.

دغو چارواکو رویټرز ته ویلي چې د دغه پلاوي په ترکیب کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت او د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې ( یو اس ایډ) چارواکي او د امریکا استخباراتي مامورین شامل دي.

دوی زیاتوي دغه پلاوی به په طالبانو فشار راوړي چې له افغانستان څخه د امریکايي اتباعو او نورو هغو کسانو د وتلو خوندي پروسې ته دوام ورکړي، چې غواړي له افغانستان څخه و وځي او هم به له طالبانو څخه د امریکايي تبعه مارک فررکس د خوشې کولو غوښتنه وکړي.

د دغه پلاوي په لومړیتوبونو کې به داهم وي چې طالبان خپلې هغې ژمنې ته متعهد وبولي چې اجازه ورنکړي القاعده او نورې ترهګرې ډلې له افغانستان څخه د خوندي پټنځای په توګه کار واخلي.

دا پلاوی به په طالبانو فشار وارد کړي چې بشري مرستو ته د لاسرسي بهیر ښه کړي، چې د امریکایي چارواکو په خبره د " اقتصادي انقباض" مخه ونیول شي که څه هم د مخنیوي احتمال یې ډیر کم دی.

یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي د نوم د نه اخیستو په شرط ویلي«دغه خبرې زموږ د هغو عملي تماسونو برخه دي، چې له طالبانو سره یې په هغو مسایلو باندې لرو چې زموږ ملي ګټو ته اهمیت لري.»

دې چارواکي زیاته کړې، دغه خبرې د رسمیت پېژندلو او مشروعیت ورکولو په هکله نه دي، بلکې په وینا یې د دوی دریځ واضح دی او هغه دا دی چې هر ډول مشروعیت باید د طالبانو د خپلو کړنو له لارې ترلاسه شي.

دغه امریکايي چارواکي ټینګار کړي، چې طالبان باید د خپلو کړنو یوه دوامداره سابقه رامنځته کړي.

په داسې حال کې چې ډیرو هغو سیمو ته اوس د خیریه ټولنو د لاسرسي زمینه مساعده شوې چې په تیرو لسو کلونو کې ورته لاسرسي سخت یا ناممکن و.

خو بیا هم یو امریکايي چارواکی وايي، په دې برخه کې لا تراوسه ستونزې شته او امریکايي پلاوی به له طالبانو سره په خبرو کې ورباندې وغږیږي.

د دې چارواکي په وینا دوی اوس د لاسرسي په برخه کې له یولړ واقعي ستونزو سره مخامخ دي په ټولو برخو کې ښځو ته له خنډ پرته لاسرسي د ورکولو په برخه کې ستونزې موجودې دي او واشنګټن باید طالبان په دې برخه کې پرمختګ ته وهڅوي.

امریکايي چارواکو ټینګار کړي، چې دوی د طالبانو د نوي حکومت په اړه د خبرو په اساس نه بلکې، د عمل په اساس حساب کېږي.
 
یوه امریکايي چارواکي ویلي، دوی به په طالبانو فشار واچوي، چې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي او له پراخ ملاتړ څخه برخمن یو ټول شموله حکومت جوړ کړي.

دا چارواکی وايي، له افغانستان څخه د افغانانو او بهرنیو اتباعو د وتلو د خوندي اجازې د ورکولو په برخه کې د طالبانو په کړنو کې یو لړ توپیرونه موجود دي، او طالبان په دې برخه کې په نامنظم ډول عمل کوي.‌

دا په داسې حال کې ده، چې د امیرخان مقتي په مشرۍ د طالبانو یو لوړ پوړی پلاوی هم پرون دوحې ته رسېدلی او ټاکل شوې چې د بېلا بېلو هېوادونو له استازو سره وګوري.

ویل کېږي، چې دوحې ته د طالب پلاوي د سفر موخه د نړیوالو د ملاتړ راجلبول دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي