۰

د سعودي د استخباراتو پخواني رییس پر افغانستان کتاب لیکلی دی

یکشنبه ۱۸ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۵۱
د سعودي عربستان د استخباراتو پخواني رییس ترکي الفیصل د افغانستان دوسیه په نوم د افغانستان په اړه یو کتاب لیکلی دی.
د سعودي د استخباراتو پخواني رییس پر افغانستان کتاب لیکلی دی
د سعودي عربستان د استخباراتو پخواني رییس ترکي الفیصل د افغانستان دوسیه په نوم د افغانستان په اړه یو کتاب لیکلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کتاب په عربي او انګلیسي ژبو لیکل شوی او په کې یې د طالبانو د اسلامي امارت د بنسټ اېښودونکي ملا محمد عمر سره د خپلې لیدنې کیسه هم په کې کړې ده.

د دغه کتاب په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي، خو الفیصل د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ په وروستیو کې کندهار ته تللی و څو طالبان مشران د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن سعودي عربستان ته وسپاري.

نوموړي څو ورځې وړاندې په یوه مرکه کې ویي و، چې طالبانو هغه مهال د اسامه د ورسپارلو ژمنه ورسره کړې وه، خو وروسته یې خپله ژمنه ماته کړه.

له دې سره سره ويل کيږي، چې د سعودي عربستان د استخباراتو د پخواني رئيس دغه کتاب به يوازې د طالبانو په اړه محدود نه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي