پاکستان د افغانستان او ډېورنډ کرښې لپاره ځانګړې اداره جوړوي

18 میزان 1400 ساعت 7:58

پاکستاني رسنیو د دې هېواد د لومړي وزیر عمران خان له قوله ویلي، چې د ملي امنیت شورا یې د افغانستان او ډېورنډ کرښې لپاره یوه ځانګړې اداره جوړوي.


پاکستاني رسنیو د دې هېواد د لومړي وزیر عمران خان له قوله ویلي، چې د ملي امنیت شورا یې د افغانستان او ډېورنډ کرښې لپاره یوه ځانګړې اداره جوړوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي دغه کار به د عمران خان په امر وشي او دا پرېکړه پرون شنبې د تلې ۱۷ مه د عمران خان په مشرۍ په هغه غونډه کې شوې، چې د افغانستان د وروستي وضعيت د ارزونې په موخه جوړه شوې وه.

عمران خان ویلي، ياده اداره به پر ډیورنډ کرښه د بې نظمینو مخنیوي وکړي او افغانستان کې د نړیوالو بشري مرستو د همغږي په برخه کې کار وکړي.

پاکستاني رسنیو په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 143392

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143392/

جمهور
  https://www.jomhornews.com