۰

پاکستان د افغانستان او ډېورنډ کرښې لپاره ځانګړې اداره جوړوي

یکشنبه ۱۸ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۵۸
پاکستاني رسنیو د دې هېواد د لومړي وزیر عمران خان له قوله ویلي، چې د ملي امنیت شورا یې د افغانستان او ډېورنډ کرښې لپاره یوه ځانګړې اداره جوړوي.
پاکستان د افغانستان او ډېورنډ کرښې لپاره ځانګړې اداره جوړوي
پاکستاني رسنیو د دې هېواد د لومړي وزیر عمران خان له قوله ویلي، چې د ملي امنیت شورا یې د افغانستان او ډېورنډ کرښې لپاره یوه ځانګړې اداره جوړوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي دغه کار به د عمران خان په امر وشي او دا پرېکړه پرون شنبې د تلې ۱۷ مه د عمران خان په مشرۍ په هغه غونډه کې شوې، چې د افغانستان د وروستي وضعيت د ارزونې په موخه جوړه شوې وه.

عمران خان ویلي، ياده اداره به پر ډیورنډ کرښه د بې نظمینو مخنیوي وکړي او افغانستان کې د نړیوالو بشري مرستو د همغږي په برخه کې کار وکړي.

پاکستاني رسنیو په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي