د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ وايي، د ژمي تر را رسېدو مخکې دې په افغانستان کې اړمنو ته بشري مرستې ورسول شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یادې کمیشنرۍ ویاند بابر بلوچ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، میلیونونه افغانان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري.
نوموړي په ټينګار سره زیاته کړې، دا ډېره جدي خبره ده چې د ژمي تر را رسېدو مخکې باید دوی ته اړینې مرستې و وېشل شي.
بلوچ وايي، که په دې برخه کې ځنډ رامنځ ته کېږي نو په دغه هېواد کې د بشري ناورین امکان شته دی.
ده پر مرستندویه بنسټونو غږ کړی چې پر وخت دې افغانانو په تېره داخلي بېځایه شوو ته اړینې مرستې ورسوي او د یوه بل بشري ناورین مخنیوی دې وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل