۰
امریکا ته د طالبانو خبرداری!

د افغانستان د بې ثباته کولو هڅه مه کوۍ، له داعش سره یوازې مبارزه کوو

یکشنبه ۱۸ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۴
د افغانستان اسلامي امارت له امریکايي پلاوي ته خبرداری ورکړی، چې امریکا دې د افغانستان د بې ثباته کولو هڅه نه کوي.
د افغانستان د بې ثباته کولو هڅه مه کوۍ، له داعش سره یوازې مبارزه کوو
د افغانستان اسلامي امارت له امریکايي پلاوي ته خبرداری ورکړی، چې امریکا دې د افغانستان د بې ثباته کولو هڅه نه کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا غوښتنه د د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په دوحه کې له امریکایي پلاوي سره په لیدنه کې کړې دي.

ښاغلي مقتي امریکايي پلاوي ته خبرداری ورکړی، چې د افغانستان د حکومت د بې ثباته کولو هڅه و نه کړي، ځکه په وینا یې که امریکا داسې کومه هڅه وکړي نو دا به د هېچا په ګټه نه وي.

نوموړي له امریکايي پلاوي سره لیدنه ګټوره بللې ده او په خبره یې یو لړ توافقاتو ته رسېدلي دي.

افغان لوري دغه راز په دې لیدنه کې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د نظام جوړولو په اړه د ټولو اړخونو مشورو ته غوږ دي خو د چا فرمایش نه شي منلی.

په دوحه کې د افغان او امریکايي پلاویو تر منځ خبرې به نن هم روانې وي او دواړه لوري به د افغانستان نه د بهرنیو اتباعو او خطر سره مخ افغانانو د راایستلو او سخت دریزو ډلو د کنټرول په هکله خبرې وشي.

طالبانو په لومړنۍ موضوع کې نرمښت ښودلی خو په دویمې کې د واشنګټن سره یوه خوله نه دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د موضوع په هکله د اې پي خبري اژانس ته وویل«مونږ په یوزاې توګه د داعش خلاف مبارزه کولی شو.»

د یادونې ده، چې د اګست د میاشتې راهیسې چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړی لومړی ځل دی چې امریکایي چارواکي د هغوي سره ګوري.

د افغانستان اسلامي امارت له داعش سره په یوازې سر د مبارزې خبره پر داسې مهال کوي، چې وړمه ورځ دغه ډلې کندوز کې په یوه جومات کې په ځانمرګي برید کې څه باندې ۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

دغه برید په کور د ننه او بهر کې سخت غبرګونونه راوپارول او دا یې یو ښکاره بشري جنایت وباله.

د افغانستان د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد و ویل، چې دا به د داعش اولنی او اخرنی برید وي.

نوموړي ټینګار کړی و، چې اسلامي امارت به په ټول توان سره د داعش د فتنې مخه نیسي او هغوی به په نطفه کې خنثی کوي.

ښاغلي مجاهد دا هم ویلي و، چې په تېرو څو ورځو کې د اسلامي امارت مجاهدینو د داعش څلور مرکزونه له منځه وړي او ګڼ شمېر کسان یې یا وژلي او یا ژوندي نیولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي