د الکترونکي پېژندپاڼو وېشل به د پخوا په څېر پیل شي

18 میزان 1400 ساعت 14:47

د افغانستان د اسلامي امارت کابینې پرېکړه کړې، چې د پخوا په څېر به د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش بهیر پیل شي.


د افغانستان د اسلامي امارت کابینې پرېکړه کړې، چې د پخوا په څېر به د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش بهیر پیل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کابینې د پرېکړې له مخې به د احصایې ملي ادارې د معلوماتو پر بنسټ د پېژند پاڼو ویشلو بهیر دوام ومومي.

په همدې توګه به برېښنایي پېژندپاڼې د افغانستان اسلامي جمهوریت تر نامه لاندې و ویشل شي.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د نورو ادارو په څېر د الکترونیکي پېژندپاڼو د ویشلو بهیر هم ودرېد خو اوس یې بېرته د پخوا په څېر د ویش بهیر پیلولو خبر ورکړل شوی دی.

د یادونې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت څو ورځې وړاندې د پاسپورټ د وېش لړۍ هم په پخواني شکل بېرته پیل کړه او ټول کارکوونکي یې ادارې ته وغوښتل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 143420

دمطلب پته: http://jomhornews.com/ps/news/143420/

جمهور
  http://jomhornews.com