د افغانستان د اسلامي امارت کابینې پرېکړه کړې، چې د پخوا په څېر به د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش بهیر پیل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کابینې د پرېکړې له مخې به د احصایې ملي ادارې د معلوماتو پر بنسټ د پېژند پاڼو ویشلو بهیر دوام ومومي.
په همدې توګه به برېښنایي پېژندپاڼې د افغانستان اسلامي جمهوریت تر نامه لاندې و ویشل شي.
واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د نورو ادارو په څېر د الکترونیکي پېژندپاڼو د ویشلو بهیر هم ودرېد خو اوس یې بېرته د پخوا په څېر د ویش بهیر پیلولو خبر ورکړل شوی دی.
د یادونې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت څو ورځې وړاندې د پاسپورټ د وېش لړۍ هم په پخواني شکل بېرته پیل کړه او ټول کارکوونکي یې ادارې ته وغوښتل.
جمهورخبري آژانس:کابل