۰

متقي: په ټول هېواد کې به د نجونو ښوونځي پرانستل شي

سی شنبه ۲۰ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۳۲
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي، په تدریج سره به په ټول هېواد کې د نجوني ښوونځي پرانستل شي.
متقي: په ټول هېواد کې به د نجونو ښوونځي پرانستل شي
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي، په تدریج سره به په ټول هېواد کې د نجوني ښوونځي پرانستل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي متقي دغه څرګندونې پرون دوشنبې د تلې ۱۹ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې په یوه خبري کنفرانس کې کړې دي.

نوموړي چې د امریکايي پلاوي سره له دوه ورځینو لیدونو وروسته خبري کنفرانس ته خبرې کولې و ویل، چې په یو شمېر ولایتونو کې د نجونو ښوونځي پرانستل شوي او په تدریج سره به په ټول هېواد کې د نجونو ښوونځي پرانستل شي.

په ورته وخت کې امریکا متقي پر دې هم ټینګار وکړ، چې امریکا باید د افغانستان کنګل شوې پیسې خلاصي کړي ځکه د دغه پیسو بندښت افغانان له ستونزو سره مخ کړي دي.

ده زیاته کړې، چې امریکا د افغانستان ۹ میلیارده او ۶ سوره میلیون ډالر پانګه کنګل کړې، څو د طالب چارواکو لاس رسی ورته بند شي.

د اسلامي امارت پلاوی دا غوښتنه له امریکايي پلاوي سره د خبرو پر مېز هم مطرح کړې خو ویل کېږي، چې امریکايي پلاوې په دې برخه کې کومه ښکاره ژمنه نه ده کړې.

خو امیرخان متقي ټینګار کړی، چې امریکا باید د پيسو کنګل کېدل د فشار په توګه ونه کاروي، ځکه د امریکا دې کړنې د افغانستان خلک اوس له یو لړ ستونزو سره مخ کړي دي.

دغه راز امیرخان متقي په دې خبري کنفرانس کې ویلي، چې دا مهال د تېر حکومت شاوخوا پنځه لکه مامورین په دندو بوخت دي او دوی معاشونه ورکوي.

د داعش په اړه.

امیرخان متقي په دغه خبري کنفرانس کې دا هم ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت په یوازې ځان د داعش د ګواښونو مخه نیولی شي.

ښاغلي متقي یو ځل بیا ټينګار وکړ، چې د افغانستان بې ثباتي د هېچا په ګټه نه ده، او اسلامي امارت ژمن دی، چې هېواد به یې پر نورو هېوادونو د حملې په اډه بدل نه شي.

باید و ویل شي، چې د اسلامي امارت پلاوي د امریکا له پلاوی سره په دوه ورځنیو خبرو کې په ډاګه ویلي، چې امریکا او نړیوال باید د افغانستان د اوسنی حکومت د کمزوری کولو هڅه ونه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي