۱

د امریکا په ۲۰ کلنه جګړه کې یوازې ۶۶ زره افغان سرتېري او ۴۸ زره ملکیان وژل شوي

سی شنبه ۲۰ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۱۸
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څارنې اداره یا سیګار په یوه تازه راپور کې وايي، د افغانستان په ۲۰ کلنه جګړه کې کابو یوازې څه باندې یو لک افغان سرتېري او ملکیان وژل شوي دي.
د امریکا په ۲۰ کلنه جګړه کې یوازې ۶۶ زره افغان سرتېري او ۴۸ زره ملکیان وژل شوي
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څارنې اداره یا سیګار په یوه تازه راپور کې وايي، د افغانستان په ۲۰ کلنه جګړه کې کابو یوازې څه باندې یو لک افغان سرتېري او ملکیان وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سیګار په دغه راپور کې زیاته کړې، چې په دې جګړه کې د تېر جمهوري نظام تر ۶۶ زره پورې سرتېري وژل شوي دي.

دغه راز راپور زیاتوي، چې په همدې موده کې ۴۸ زره ملکي افغانان هم وژل شوي او تر ۷۵ زره پورې نور ملکي افغانان ټپیان شوي دي.

په دغه راپور کې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي، خو وژل شویو امریکايي سرتېرو او د هغوی د نورو متحدینو ارقام یې هم خپاره کړي دي.

د سيګار د معلوماتو له مخې، په تېره ۲۰ کلنه جګړه کې ۲۴۴۳ تنه امريکايي سرتيري او د دوی ۱۱۴۴ تنه نور بهرني متحدين وژل شوي دي.
په راپور کې د امریکا او د نورو متحدینو د ټپیانو په اړه څه نه دي ویلي.

تر اوسه نورو سرچینو د سیګار د دې راپور په اړه څه نه دي ویلي.
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي