۱

سره صلیب له افغانستان سره د مرستو غوښتنه کړې

سی شنبه ۲۰ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۴
په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېتې پر نړیوالو مرستندویه ادارو غږ کړي، چې له دغه هېواد سره بشري مرستې وکړي.
سره صلیب له افغانستان سره د مرستو غوښتنه کړې
په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېتې پر نړیوالو مرستندویه ادارو غږ کړي، چې له دغه هېواد سره بشري مرستې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې کمېټې پرون دوشنبې د تلې ۱۹ مه په خپله فسبوک پاڼه ویلي، دغه هېواد اوس مهال زیاتو بشري مرستو ته اړتیا لري او له نړیوالې ټولنې غواړي دا مرستې ورسره وکړي.

دغه کمېټه وايي، بشري اړتیاوې په افغانستان کې د پخوا په شان ډېرې دي او دوی له نړیوالې ټولنې غواړي، په هغو برخو کې چې ډېره ورته اړتیا ده، لکه روغتیا څارنې او بنسټیزو خدمتونو ته د لاسرسي په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په همدې مهال د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا (اوچا) د میلیونونو افغانانو بېځایه کېدل، اقتصادي کړکېچ، له سقوط سره د روغتیايي مرکزونو مخامخ کېدل، د ټولو پر مخ د ښوونځیو نه پرانیستل، د ښځو او نجونو حقوق له خطر سره مخامخ کېدل، د کرونا د څلورمې څپې رامنځته کېدو احتمال او روانه وچکالي د افغانانو په وړاندې لویې ننګونې بللي دي.

اوچا ویلي چې ملګري ملتونه او بشري بنسټونه په افغانستان کې اړمنو خلکو ته د مرستو رسېدو هڅه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي