۱

المان د افغانستان له اسلامي امارت سره اړیکو ته دوام ورکوو

سی شنبه ۲۰ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۳۵
د افغانستان لپاره د المان ځانګړي استازي جسپیر ویک ویلي، هېواد یې له افغانستان سره بشري مرستو دغه راز له اسلامي امارت سره خپلو اړیکو ته دوام ورکوي.
المان د افغانستان له اسلامي امارت سره اړیکو ته دوام ورکوو
د افغانستان لپاره د المان ځانګړي استازي جسپیر ویک ویلي، هېواد یې له افغانستان سره بشري مرستو دغه راز له اسلامي امارت سره خپلو اړیکو ته دوام ورکوي.

د جمهور آژنس د خبرله مخې ویک دغه څرګندونې د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزرات سرپرست امیر خان متقي سره په دوحه کې د لیدنې پر مهال کړې دي.

د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعات او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وايي، یاده لیدنه په دوستانه فضا کې ترسره شوې ده او دواړو لوریو د افغانستان پر اوسني وضعیت او بشري مرستو ګټورې خبرې کړې دي.

نوموړي د ویک له قوله ویلي، المان به له افغانستان سره بشري مرستې دوامداره وساتي او دغه راز به د یو واقعیت په توګه د افغانستان له اسلامي امارت سره هم خپلې اړیکې وپالي.

د امارت ویاند وايي، ښاغلي متقي ډاډ ورکړی دی چې بشري مرستې به مستحقو ته رسېږي او دغه راز به د مرسته رسوونکو امنیت هم په ښه توګه ساتل کېږي.

د یادونې ده، چې د ښاغلي متقي په مشرۍ د طالبانو یو لوړ پوړی پلاوی له تېرو دریو ورځو راهیسې د قطر پلازمېنه دوحه کې دی.

دغه پلاوی په تېرو دوه ورځو کې له امریکايي پلاوي سره ګټورې او صریح خبرې درلودې او د دې تر څنګ یې د یو شمېر نورو هېوادونو لکه، قطر، المان او نورو استازو سره هم لیدلي دی.

ټاکل شوې د اسلامي امارت پلاوی نن د اروپايي ټولنې له استازو سره هم د افغانستان پر روان وضعیت خبرې اترې ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي