قطر: د طالبانو د رسمیت پېژندل تر اوسه لومړیتوب نه دی

21 میزان 1400 ساعت 7:52

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی سلاکار مطلق القحطاني وايي، د اوس لپاره د طالبانو د حکومت د رسمي پېژندلو مسئله دوی او نړیوالو ته لومړیتوب نه لري.


د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی سلاکار مطلق القحطاني وايي، د اوس لپاره د طالبانو د حکومت د رسمي پېژندلو مسئله دوی او نړیوالو ته لومړیتوب نه لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې القحطاني دغه څرګندونې پرون سه شنبې د تلې ۲۰ مه په قطر کې په یوه امنیتي غونډه کې کړې دي.

نوموړي ویلي، نړۍ باید په افغانستان کې له نوې ادارې سره دخیله شي او تمرکز په بشري مرستو وکړي.

الحقاني په طالبانو غږ کړی، چې د یوې مسئولې ادارې په توګه عمل وکړي، د ښځو د تعلیم او کار د حقونو درناوی دې وکړي.

ده ویلي«موږ فکر کوو چې دا (رسمي پېژندنه) اولویت نه لري، بشري مرستې، تعلیم او د خلکو د وتلو ازاده لار تر هر څه ډېر لومړیتوب لري.»

خو ټینګار یې کړي، چې باید د طالبانو له حکومت سره کډ کار، زیاته همکاري او مرستې وشي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 143499

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143499/

جمهور
  https://www.jomhornews.com