۰

قطر: د طالبانو د رسمیت پېژندل تر اوسه لومړیتوب نه دی

چهارشنبه ۲۱ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۵۲
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی سلاکار مطلق القحطاني وايي، د اوس لپاره د طالبانو د حکومت د رسمي پېژندلو مسئله دوی او نړیوالو ته لومړیتوب نه لري.
قطر: د طالبانو د رسمیت پېژندل تر اوسه لومړیتوب نه دی
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی سلاکار مطلق القحطاني وايي، د اوس لپاره د طالبانو د حکومت د رسمي پېژندلو مسئله دوی او نړیوالو ته لومړیتوب نه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې القحطاني دغه څرګندونې پرون سه شنبې د تلې ۲۰ مه په قطر کې په یوه امنیتي غونډه کې کړې دي.

نوموړي ویلي، نړۍ باید په افغانستان کې له نوې ادارې سره دخیله شي او تمرکز په بشري مرستو وکړي.

الحقاني په طالبانو غږ کړی، چې د یوې مسئولې ادارې په توګه عمل وکړي، د ښځو د تعلیم او کار د حقونو درناوی دې وکړي.

ده ویلي«موږ فکر کوو چې دا (رسمي پېژندنه) اولویت نه لري، بشري مرستې، تعلیم او د خلکو د وتلو ازاده لار تر هر څه ډېر لومړیتوب لري.»

خو ټینګار یې کړي، چې باید د طالبانو له حکومت سره کډ کار، زیاته همکاري او مرستې وشي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي