۰

د جي ۲۰ هېوادونه: له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته دوام ورکوو

چهارشنبه ۲۱ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۵۳
د افغانستان په اړه د نړۍ د شلو پیاوړو اقتصاد لرونکو هېوادونو په غونده کې پرېکړه وشوه، چې باید له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته دوام ورکړي.
د جي ۲۰ هېوادونه: له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته دوام ورکوو
د افغانستان په اړه د نړۍ د شلو پیاوړو اقتصاد لرونکو هېوادونو په غونده کې پرېکړه وشوه، چې باید له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته دوام ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جي ۲۰ سرمشریزه پرون سه شنبې د تلې ۲۰ مه د ایټالیا په کوربتوب په انلاین ډول جوړه شوې وه.

په دغه غونډه کې د نړۍ د شلو شتمنو هېوادونو ولسمشرانو او یا د بهرنیو چارو وزیرانو برخه اخیستې وه او اجنډا یې هم افغانستان او له دغه هېواد سره مرسته وه.

په غونډه کې ټولو ټینګار په دې وکړ، چې دوی به له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي، د دغه هېواد له اقتصادي ودې سره به همکاري کوي خو ویې ویل، دا هر څه په دې مانا نه ده چې دوی به د طا لبانو حکومت په رسمیت پېژني.

په دې غونډه کې د امریکا ولسمشر جو بايډن هم خبرې کړې دي. د سپينې ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي چې نړیوال باید له افغانستان سره د مستقلو مرستندویه بنسټونو پر مټ خپلې بشردوستانه مرستې ووېشي او دا دې مستقیم د افغانستان د نوي حکومت په واک کې نه ورکوي.

بایډن ویلي، له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته تیار دي خو دلته یې پر ترهګریزو ګواښونو او اندېښنو هم خبرې کړې دي.

په ورته وخت د جرمني لومړۍ وزیرې نړیوالې ټولنې ته خبرداری ورکړی، چې افغانستان باید ملي او اقتصادي پاشلتیا ته پرېنښودل شي ځکه په وینا یې له دې هېڅوک ګټه نه شي ترلاسه کولی.

د ایټالیا لومړي وزیر هم د جرمني د لومړۍ وزیرې څرګندونې تایید کړې او ټینګار یې کړی، چې له طالبانو سره باید اړیکه وساتل شي او له افغانستان سره بشري او اقتصادي مرستې وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي