۰

هند: په دې سختو شرایطو کې د افغانان تر څنګ ولاړ یو

چهارشنبه ۲۱ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۵۵
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په تازه څرګندونو کې ټینګار کړی، چې هېواد یې په دې سختو شرایطو کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دی.
هند: په دې سختو شرایطو کې د افغانان تر څنګ ولاړ یو
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په تازه څرګندونو کې ټینګار کړی، چې هېواد یې په دې سختو شرایطو کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي مودي ویلي، که څه هم دوی په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو په تړاو اندېښنه لري، خو سره دې هم د دوی د افغانستان له خلکو سره ولاړ دي.

ښاغلي مودي زیاته کړې، چې هند د افغانانو روان وضعیت او درد درک کولیشي او تر خپل توان به هڅه وکړي، چې له افغانانو سره خپلې بشردوستانه مرستې وکړي.

د هند لومړي وزیر دغه راز له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په ګډه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وکړي او اجازه ورنه کړي، چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرۍ او افراطیت په مرکز بدل شي.

دا واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته لومړی ځل دی، چې د هند لومړی وزیر د افغانستان په اړه څرګندونې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي