۰

اروپالنې له افغانستان سره څه باندې یو میلیارد یورو مرسته اعلان کړه

چهارشنبه ۲۱ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۴
اروپايي ټولنې د بشردوستانه مرستو په موخه له افغانستان او ګاونډیو هېوادونو سره د څه باندې یو میلیارد یورو مشروطو مرستو اعلان وکړ.
اروپالنې له افغانستان سره څه باندې یو میلیارد یورو مرسته اعلان کړه
اروپايي ټولنې د بشردوستانه مرستو په موخه له افغانستان او ګاونډیو هېوادونو سره د څه باندې یو میلیارد یورو مشروطو مرستو اعلان وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اروپايي ټولنې دغه مرستې پرون دوشنبې د تلې ۲۰ مه د جي ۲۰ هېوادونو په سرمشریزه کې له افغاناستان سره اعلان کړې ده.

د اروپايي ټولنې مشره اورزلا وان دیرلین د جي ۲۰ د سرمشریزې له غوندې وړاندې ویلي، دغه ټولنه به له افغانستان سره ۷۰۰ میلیون یورو او ۸۰۹.۲ میلیون امریکايي ډالر مرسته کوي.

خو ټینګار یې کړي، چې که طالبان غواړي دوامداره مرستې تر لاسه کړي، لومړی باید د اروپايي ټولنې پنځه شرطونه ومني.

دا شرطونه چې اروپايي ټولنې پر طالبانو ایښي د قانون حاکمیت او بشري حقونو ته درناوی، په ځانګړي د ښځو حقونو ته، د ټرورېزم د خپرېدو مخنیوی، د ټولنې له ټولو قشرونو سره د خبرو په نتیجه کې د یوه ټول­شموله او انتقالي حکومت جوړول، خلکو ته د بشري مرستو رسول او له افغانستانه د بهرنیو وګړو او هغو افغانانو خوندي وتل چې ژوند یې په خطر کې دی.
 
باید و ویل شي، چې د جي ۲۰ هېوادونو په پرونۍ غونډه کې له افغانستان سره په بشردوستانه او اقتصادي مرستو ټینګار او توافق وشو.

په دغه غونډه کې د ځینې هېوادونو مشرانو نړیوالو ته خبرداری ورکړ، چې افغانستان ملي او اقتصادي پاشلتیا ته باید پرېنښودل شي.

د جرمنې لومړي وزیرې انګلامېرکل و ویل، چې افغانستان باید ملي او اقتصادي پاشلتیا ته پرېنښودل شي، ځکه دغه پاشلتیا د هېچا په ګټه نه ده.

د ایټالیا لومړي وزیر هم د مېرمن مېرکل د خبرو په تایید سره ټینګار وکړ، چې نړیوال باید له طالبانو سره اړیکه دوامدره وساتي خو په وینا یې دا په دې مانا نه دی، چې دوی یې په رسمیت پېژني.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي