ترکیه وايي، یو لوی افغان قاچاقبر او جنایت کار یې نیولی دی

21 میزان 1400 ساعت 9:01

د ترکیې جمهوریت ورځپاڼې راپور ورکړی، چې ترکي ځواکونو یو لوی افغان قاچاقبر او جنایت کار نیولی دی.


د ترکیې جمهوریت ورځپاڼې راپور ورکړی، چې ترکي ځواکونو یو لوی افغان قاچاقبر او جنایت کار نیولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ورځپاڼې ویلي، نیول شوی قاچاقبر سنګر احمدي نومېږي او د تېرې جمعې په ورځ د ترکیې د پولیسو له خوا په استانبول ښار کې ونیول شو.

سرچینې ویلي، ترکي پولیسو د استانبول ښار د باچیلیولر مېنې په یوه هوټل چاپه و وهله، چې په کې یې احمدي له ۴ تنو نورو سره یو ځای ونیوه.

ورځپاڼه وايي، ترکیه غواړي، د مخدرو موادو په قاچاق او په منظمو جرمونو تورن د (لاینز کارټل) یا د زمریانو د جنایتکارې ډلې مشر له خپلې خاورې وباسي.

د جمهوریت ورځپاڼې په راپور کې ویل شوي، چې احمدي او ورسره ۴ تنه نور نیول شوي کسان د استانبول ولایت د مهاجرت ریاست ته لېږدول شوي، چې له ترکیې څخه وایستل شي، خو دا چې کوم هېواد ته به واستل شوي څه نه دي ویل شوي.
 
باید و ویل شي، چې سنګري په ۲۰۱۷ م کال له جرمني څخه ایستل شوی و او د هغه د ځای ځایګي د موندلو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې عکسونه خپاره شوي وو.

باور کېږي چې احمدي په جرمني کې په شاوخوا ۳۰ جنايي پېښو کې لاس لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 143509

دمطلب پته: http://jomhornews.com/ps/news/143509/

جمهور
  http://jomhornews.com