د ترکیې جمهوریت ورځپاڼې راپور ورکړی، چې ترکي ځواکونو یو لوی افغان قاچاقبر او جنایت کار نیولی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ورځپاڼې ویلي، نیول شوی قاچاقبر سنګر احمدي نومېږي او د تېرې جمعې په ورځ د ترکیې د پولیسو له خوا په استانبول ښار کې ونیول شو.
سرچینې ویلي، ترکي پولیسو د استانبول ښار د باچیلیولر مېنې په یوه هوټل چاپه و وهله، چې په کې یې احمدي له ۴ تنو نورو سره یو ځای ونیوه.
ورځپاڼه وايي، ترکیه غواړي، د مخدرو موادو په قاچاق او په منظمو جرمونو تورن د (لاینز کارټل) یا د زمریانو د جنایتکارې ډلې مشر له خپلې خاورې وباسي.
د جمهوریت ورځپاڼې په راپور کې ویل شوي، چې احمدي او ورسره ۴ تنه نور نیول شوي کسان د استانبول ولایت د مهاجرت ریاست ته لېږدول شوي، چې له ترکیې څخه وایستل شي، خو دا چې کوم هېواد ته به واستل شوي څه نه دي ویل شوي.
باید و ویل شي، چې سنګري په ۲۰۱۷ م کال له جرمني څخه ایستل شوی و او د هغه د ځای ځایګي د موندلو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې عکسونه خپاره شوي وو.
باور کېږي چې احمدي په جرمني کې په شاوخوا ۳۰ جنايي پېښو کې لاس لري.
جمهورخبري آژانس:کابل