د کاناډا لومړی وزیر جسټن ټروډو وايي، هېواد به یې ۴۰ زره افغانانو ته پناه ورکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي« کاناډا ۴۰ زره کډوالو ته هرکلی وايي، او موږ پر نورو هم ږغ کوو چې په خوندي ډول د کډوالو د ځای پر ځای کولو لپاره خپل ملاتړ چټک کړي.»
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د کاناډا د کډوالو د چارو وزیر مارکو میدیسنو ویلي و، هېواد به یې تر ۲۰ زره ډېر؛ په ځانګړي ډول د ښځو، د بشري حقونو د کارکوونکو او زیانګالو اقلیتونو په شمول هغه افغانان ومني چې د طالبانو له لوري یې ژوند له خطر سره مخامخ وي.
باید و ویل شي، چې د اګست په نیمايي کې د طالبانو له لوري د کابل له نیول کېدو وروسته تر یو لک ډېرو افغانانو ته امریکا، اروپا او نورو هیوادونو پناه ورکړه.
جمهورخبري آژانس:کابل